امام علي رحمان د تاجیکستان جمهور رییس شو

د تاجیکستان د جمهوري ریاست د ټاکنو د پایلو د اعلان له مخې ،امام علي رحمان یوځل بیا ددغه هېواد د جمهور رییس په توګه ټاکل شوی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخي،د تاجیکستان د جمهوري ریاست ټاکنې تیره ورځ ترسره شوي او پر شرایطو برابر ۷۰ سلنه خلکو پکې ګډون وکړ.

«راشا ټوډی»په خپل راپور کې راوړي دي چې د تاجیکستان د ټاکنو مرکزې کمیټې نن سهار(تلې۲۱) اعلان وکړ چې ددغه هېواد جمهور رییس «امام علي رحمان»  د ۹۰.۹۲ ټاکنیزو رایو په ترلاسه کولو سره د خپلې پینځمې دورې ولسمشرۍ لپاره بریالی شوی دی.

په ټول تاجیکستان کې په ۶۸ ټاکنیزو حوزو او ۳۳۷۵ رایه اچونې مرکزونو کې خلکو رایه ورکړي ده.

په دغه ټاکنو کې د تاجیکستان د خلق دیموکراتیک ګوند نوماند امام علي رحمان د کرکیلې د ګوند د نوماند رستم لطیف،سوسیالیست ګوند د نوماند عبدالحلیم غفارف ،د اصلاحاتو د ګوند د نوماند رستم رحمت زاده او د کمونیست ګوند د نوماند عبدالله اف سره سیالي ترسره کړه.

نوموړی له ۱۹۹۲ میلادي کال راهیسې د واک په ګدۍ ناست دی او اووه کاله به نور هم په جمهوري ریاست کې پاتي وي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *