په فرانسه کې د کړکیچونو دوام؛ په لیون کې یو «ارتدوکس کاهن»ټپي شو

یو بریدګر شخص د فرانسې په لیون ښار کې د یوې تفنګچې څخه په ګټې اخیستنې په یوه«ارتدوکس کاهن»برید ترسره کړی دی او د هغه له ټپي کېدو وروسته تښتیدلی دی.

د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې چې د سکای نیوز څخه یې نقل کړی دی،دغه پیښه تیره شپه د لیون ښار په اووم ډګر کې هغه مهال رامینځته شوه چې بریدګر شخص د ارتدوکس کلیسا کاهن په نښه کړ.

د فرانسې پولیس وایي چې په دې پیښه کې ارتدوکس کاهن ټپي شوی او بریدګر شخص له سیمې تښتیدلی دی.

له دې پیښې وروسته د پیښې د سیمې په شاوخوا کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ددغه وسله وال برید وروسته د لیون له هغه سیمې څخه چې برید پکې رامنځته شوی د خلکو د وتل کېدو غوښتنه کړي ده.

دوه ورځې وړاندې هم په فرانسه کې د کړکیچونو په لړ کې د حضرت محمد (ص)د سپکاوي ډک کاریکاتورونو د خپریدو په دلیل په نیس ښار کې پر یوه کلیسا برید ترسره شوی وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *