‎په افغانستان کې د کرونا دویمه څپه مخ پر کمیدو ده

د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د کرونا ویروس د دویمې څپې د پیښو د کمیدو خبر ورکوي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو د وړاندې کولو د برخې مرستیال وحید مجروح د نن ورځې(مرغومې ۱۸) په خبرې ناسته کې څرګنده کړه چې د کرونا ویروس دویمه څپه تر نهه څلویښتمې اوونۍ پورې وه.

نوموړي زیاته کړه چې د نهه څلویښتمې اوونۍ څخه راوروسته تر اوسه پورې چې ۵۳مه اوونۍ ده د کرونا د دویمې څپې پیښو کموالی موندلی دی.

مجروح ټینګار وکړ چې د کرونا ویروس د دویمې څپې کمیدل د ویروس د له مینځه تللو پر معنی نه دی او که چیرې خلک روغتیایي تدابیر مراعات نه کړي امکان لري د کرونا دریمه څپه پیل شي.

د روغتیایي خدماتو د وړاندې کولو مرستیال له خلکو وغوښتل تر څو د کرونا ویروس څخه د خوندي پاتي کیدو لپاره ټولنیز واټن،ماسک کارول او لاسونو وینځل مراعات کړي.

نوموړي د کرونا ویروس د نوې بڼې د خپریدو په اړه اندیښنه وښوده او ویي ویل چې د کرونا ویروس نوې بڼه په ګاونډیو هېوادونو کې خپره شوي او د عامې روغتیا وزارت په دې اړه لازم تدابیر تر لاس لاندې نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تیره یوه شپه او ورځ کې په هېواد کې پر کرونا ویروس اخته اووه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۲۰ تازه پیښې ثبت شوي دي.

همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۴۵۱ ناروغان ښه شوي دي.‎

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *