د «النصره جبهې»د مشر په اړه د اطلاعاتو ورکولو لپاره ۱۰ میلیونه ډالر

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «النصره جبهې» د مشر په اړه د مالوماتو ورکولو په بدل کې ۱۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړې دي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالي برخې د راپور له مخې چې د میډل ایست نیوز څخه یې نقل کړي دي؛د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تیره شپه د «ابومحمد الجولاني»د سم درک لګولو په بدل کې ۱۰ میلیونه ډالر ځانګړې کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په بیانیه کې راغلي دي چې  د النصره جبهې د مشر الجولاني په اړه د اطلاعاتو لپاره ددې وزارت د«عدالت» د ځانګړې بدلې په توګه ۱۰ میلیونه ډالر ځانګړي شوي دي.

الجولاني په سوریه کې د القاعده ډلې دترهګرې څانګې النصره جبهې بنسټګر دی چې د ۲۰۱۶ کال په جولای میاشت کې یې په دغه هېواد کار پیل کړ او خپل نوم یې «جبهه فتح الشام ته »بدل کړ.

د فتح الشام جبهه چې له داعش وروسته یې د دویمې ترهګرې ډلې ځای ونیوه د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په وروستیو کې د نورو څلور تروریستي ډلو سره د مدغم کېدو وروسته یې د تحریر الشام ډله اعلان کړه.

امریکا په وروستیو کې په سوریه کې د تحریر الشام ډلې پر وړاندې د هوایي بریدونو لړۍ پیل کړه او یو شمېر قوماندانان او وسله وال کسان یې وروژل.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *