اردوغان فرانسې او یونان ته خبرداری ورکړ

د ترکیې جمهور رییس په مدیترانې سمندرګي کې د فرانسې او یونان له خوا د انقرې د اکتشافي څیړنو د بندولو په اړه خبرداری ورکړ چې د دوې د ګټو په مقابل کې دریدل به دغه دوه هېوادونو ته په لوړه بیه تمام شي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،رجب طیب اردوغان د مدیتراني سمندرګي په سر د راپورته شویو جنجالونو په جریان کې یونان او فرانسې ته په خطاب کې خبرداری ورکړ او ویي ویل انقرې پریکړه کړې ترڅو په هره بیه د خپلو ملې ګټو دفاع وکړې.

نوموړي زیاته کړه:«ریښتیني پوښتنه دا ده چې ایا هغوئ چې په مدیترانه کې زمونږ په وړاندې دریږي،هم دا ډول قربانۍ ورکولو ته چمتو دي؟ ایا د یونان خلک چمتو دي چې د خپلو نالایقه او ځان غوښتونکو حاکمانو په خاطر د هغه څه سره چې ممکنه ده پیښ شي،مخامخ شي؟

ایا د فرانسې خلک د هغه بیو څخه خبر دي؛ چې ټاکل شوي ده د خپلو نالایقه حاکمانو له لورې  به یې پرې کړي.»

اردوغان په دې اړه وویل چې کولای شي  د انقرې صبر،تصمیم او زړورتیا و ازمويي.

د ترکیې او قبرس تر مینځ د مدیترانې سمندرګي د اوبو پر سر کړکیچونو په تیره یوه میاشت کې له هغې وروسته زور واخیست چې انقرې اعلان وکړ د مدیتراني سمندرګي د ختیځ په هدف وړ اوبو کې د ګازو او نفتو د زیرمو کشف ته دوام ورکوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *