پر عربستان باندې د یمن په توغندیز برید کې د ۱۵ تنو مرګ ژوبله

د یمن د پوځ ویاند اعلان وکړ چې په «مارب»ولایت کې د عربستان پر پټن ځایونو باندې په راکټي عملیاتو کې د سعودي عربستان لږ تر لږه اته پوځي قومندانان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،یمني ځواکونو او پوځ تیره شپه د یمن د مرکز مأرب ولایت په ځینو برخو کې د سعودي ایتلاف پټن ځایونه هدف کړي دي.

المسیره خبرې اژانس د یمن د پوځ د ویاند«یحیی سریع»له قوله راوړي دي چې ددغه هېواد هوایي ځواکونو د عملیاتو ګډې خونې پر یوه بالستیک توغندي سره د «تداوین»پوځي اډه تر هدف لاندې نیولي ده.

د نوموړي پر وینا،په یادو عملیاتو کې د سعودي عربستان له ۱۵ زیاتو نظامي قومندانانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده چې د وژل شویو کسانو تر مینځ اته تنه یې قومندانان دي.

په ورته وخت کې د عربستان د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکو په دغه برید کې د وژل شویو کسانو نومونه خپاره کړي دي.

د «P1 بدر»ځیرک بالستیک توغندي چې له ۲۰۱۸ کال راهیسې د یمن د وسله والو ځواکونو په واک کې ورکړل شوي په ۱۳۰ کیلومتره واټن کې د ۳ متر دقیق هدف په نښه کولو وړتیا لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *