د جنوبي کوریا پر وړاندې د شمالي کوریا پوځي اقدام وځنډیده

د شمالي کوریا مشر د هېواد امنیتي او نظامي ادارو ته لارښوونه کړې ده تر څو د جنوبي کوریا پر وړاندې خپل هر ډول نظامي اقدام و ځنډوي.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې کیم جونګ اون د هېواد د نظامي کمیسیون د کمیټې د تیرې شپې په ناسته کې لارښوونه وکړه ترڅو د جنوبي کوریا پر وړاندې خپل نظامي اقدام وځنډوي.

د شمالي کوریا دولتي رسنیو دغه خبر تایید کړی او وایي ، «اون»پریکړه وکړه، چې د جنوبي کوریا پر وړاندې هر ډول پوځي اقدام پاې ته ورسوي.

په تیره میاشت کې د جنوبي کوریا له لورې د شمالي کوریا د حکومت او مشر په اړه د تبلیغاتي اعلامیې د خپریدو وروسته،پیونګ یانګ د خپل سیال پر وړاندې خپل پوځي پروګرامونه پیل کړل.

د دواړو کوریا ګانو تر مینځ د اړیکو په دفتر کې چاودنه او درز  چې په په ۲۰۱۸ کال کې په سرحدي سیمه کې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر مینځ یې پرانیسته شوي وه،په وروستیو کې د پیونګ یانک له یو لړ اقداماتو له جملې څخه وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *