ننګرهار کې د حقاني شبکې یو سرګروپ نیول شوی

د ننګرهار چارواکي وایې، له پاکستان څخه راستون شوی د حقانې شبکې يو سرګروپ په تورخم ښارګوټي کې نيول شوی.

د ننګرهار د ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: په ننګرهار کې د ملي امنيت ځواکونو د حقانې شبکې يو فعاله سرګروپ « مومن »مشهور په« خالد »، چې اصلاً د خوست ولايت اوسيدونکی دی په تورخم ښارګوټي کې نيولی دی.

نوموړی د طالبانو د حقانې تروريستي شبکې له لوري د تخريبي کړنو په موخه رالېږل کېدو، چې موخې ته له رسيدو وړاندې ملي امنيت موظفينو له لورې نيول شوی.

د حقانې شبکې دې غړي په خپلو ټولو جرمونو اعتراف کړی او وايي، چې تر دې وړاندې يې په ملکي او نظامي ځايونو شپږو بريدونو کې هم برخه اخیستې ده.

طالب وسله والو تراوسه په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *