ننګرهار کې ۵۱۵  میله نیول شوې درنې او سپکې وسلې د ډایاک پروګرام ته وسپارل شوې

د ننګرهار ولایت چارواکي وایې، د دې ولایت  امنیه قوماندانۍ د بېلابېلو مدیریتونو له لورې په تېرو درې میاشتو کې د عملیاتو او پلټنو پر مهال د ۱۵۳ نیول شویو کسانو سره تر لاسه شوې ۵۱۵ میله درنې او سپکې وسلې د ډایاک یا بې وسلې کولو پروګرام ته نن د چنګاښ په ۴مه د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وسپارل شوې .

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې، د دې ولایت والي شاه محمود میاخېل وویل،د ننګرهار امنیه قوماندانۍ پولیسو په تېره یوه ربعه کې د عملیاتو او پلټنو پر مهال ۵۱۵ میله سپکې او درنې وسلې نیولي چې نن یې رسماٌ د بې وسلې کولو پروګرام ته سپاري .

هغه زیاته کړه،د یادو وسلو سره ۱۵۳ تنه نیول شوي، چې عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندل شوي او ډاډ یې ورکړ چې ډایاک ته سپارل شوې وسلې به د ترمیم وروسته بېرته امنیتي ځواکونو ته د امنیت تامین په موخه وسپارل شي .

د ننګرهار والي وایي، په وروستیو کې د فقر، نفوس زياتوالی، تعلیم کچې کموالی او یو شمېر نورو ستونزو له امله جنایي پېښې زیاتې شوې خو د تربیوي عدالت په تطبیق سره غواړي په ټولنه کې اساسي تغیر رامنځته کړي .

د ننګرهار امنیه قوماندان جنرال محمد ایمل نیازي وویل، په تر لاسه شویو وسلو کې ۱۵۸ میله کلاشینکوف، دوه میله بم افګن، پنځه دیرش میله پنځه ټکه دوه میله راکټ، ۳۱۴ میله تفنګچې او پنځلس میله د مخالفینو له لورې تسلیم شوې وسلې شاملي دي، چې د پلټنو،عملیاتو،ګزمو او نورو تحرکاتو پر مهال یې تر لاسه کړي ده .

امنیه قوماندان وایي، په تېره میاشت کې ۹۰ تنه د جنایي جرمونو په تور نیولي چې په کې درې مهم ګروپونه هم شامل دي او په وینا یې وروستیو کې یو شمېر ورانکاري د نورو ولایتونو څخه هم دې ولایت ته را تښتیدلي چې د پولیسو له لورې به ژر ونیول شي .

په ختیځ کې د بې وسلې کولو پروګرام مشر ډګروال غلام حسن صاحبزاده وایي،روان کال کې یې د ختیځ په کچه ۶۳۰ میله درنې او سپکې وسلې تر لاسه کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *