د پاکستان د مجلس رییس پر کرونا اخته شو
د پاکستان د استازو د مجلس رییس پر کرونا ویروس(کوویډ۱۹) اخته شوی او پخپله یې دغه موضوع تایید کړي ده.
د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې د پاکستان د پارلمان رییس «اسد قیصر» پر خپل ټویټر لیکلي دي چې د نوموړي د کرونا ټیسټ مثبت دی.
نوموړي ویلي دي چې اوس مهال په کور کې قرنطین دی.
په ورته وخت کې پاکستان ټربیون اعلان کړی دی چې ددې هېواد د پارلمان د رییس لور او زامن هم پر دې ویروس اخته شوي دي.
په ورته وخت کې د پاکستان د روغتیا وزارت اعلان کړی دی چې په دې هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۸ زره او ۱۱۴ تنو ته رسیدلی چې له ډلې ۴۱۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.