د لغمان د محبس پر مدیر چاودنه شوې چې په کې ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د لغمان چارواکي وایې د دې ولایت د عمومي محبس لومړي قرُل ته څیرمه چاودنه رامنځ ته شوې، درې تنه یې وژلي او د محبس د مدیر په ګډون څلور نور یې ټپیان کړي.

دلغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: نن د غوایې په (۱۳) نیټه سهار شاوخوا لس بجې د لغمان ولایت د عمومي محبس لومړي قرُل کې په داسې حال کې د موټر سایکل بم چاودنه رامنځ ته شوې، چې دمحبس مدیر «حاجي نورمحمد خان نیازی » د وتو په حال کې ؤ.

دولتزی زیاتوي، په دې پیښه کې د محبس د مدیر په ګډون څلور تنه ، چې امنیتي ساتوونکي دي ټپیان شوي او درې تنه ملکي وګړي وژل شوي دي .

د دولتزي په خبره، ټپیان روغتون ته انتقال شوي او روغتیایې وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی.

تراوسه د دې چاودنې مسولیت کوم شخص او یا هم کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *