د ختیځ په کچه د کرونا ويروس ۱۹ نورې مثبت پېښې ثبت شوې
د ننګرهار چارواکي وایې، د ننګرهار ولايت کرونا تجريد روغتون په لابر اتوار کې د ختيځ په کچه په تېرو څلرويشتو ساعتونو کې ۳۴ نمونې کتل شوي، چې له جملې يې ۱۲ مثبت او ۱۸ منفي دي .
د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې، د ننګرهار مطبوعاتي دفتر وایې د معلوماتو له مخې په تېرو څلرويشتو ساعتونو کې ۱۵ نمونې د ننګرهار ولايت اړوند دي، چې دولس يې مثبت او درې منفي دي.
همدا راز ۱۹ نمونې د لغمان ولايت وې، چې پنځه يې مثبت او څوارلس منفي دي.
د کونړ ولايت اړوند دوه مثبت پېښې دي او په نورستان ولايت کې کومه مثبته پېښه نشته.
د ننګرهار عامې روغتيا رياست د معلوماتو له مخې په مثبتو پېښو کې اووه تنه د يوې کورنۍ غړي دي او اټکل کوي؛ که خلک وقايوي لارښوونې عملي نه کړي؛ نو په راتلونکې کې به د مثبتو پېښو شمېر نور هم چټک شي.
د يادونې ده، چې په تېرو څلرويشتو ساعتونو کې په دې ولايت کې د کرونا ويروس له امله يو تن وژل شوی دی.
تر دې دمه په ټول ختيځ کې د کرونا ويروس ۱۳۱ مثبت پېښې ثبت شوي، چې ننګرهار ولايت کې د ټولو مثبت پېښو شمېر ۶۷، لغمان ۴۱، کونړ ۲۷ او نورستان ولايت کې تر دې دمه مثبت پېښه نه ده ثبت شوې.
د يادونې ده، چې د ننګرهار کرونا تجريد روغتون څخه څلور تنه تر جوړيدو وروسته کورونو ته ستانه شوي او اووه تنه وفات شوي دي.