د عربستان له لوري په یمن کې د یو اړخیز «اوربند» ماتیدل

په یمن کې د یوه اړخیز اوربند د پیل سره په یوه وخت،ددغه هېواد مختلفې سیمې د سعودي د ایتلاف له لوري د هوایي بریدونو لاندې شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،د سعودي فوځي ایتلاف په یمن کې د اوربند له پیل کیدو څو دقیقې وروسته،ددغه هېواد مختلفې سیمې تر بمبارۍ لاندې نیولي دي.

د یمن خبرې سرچینو راپور ورکړی دی چې د سعودي ایتلاف نن سهار وختي(وري ۲۱)په صعده ولایت کې د الظاهر ښار د «الملاحیط» او د یمن د ښار د شمال د شهر جازان پر «وادي جاز» سیمو څو ځله هوایي بریدونه ترسره کړي دي.

همدغه راز د صنعا په لویدیځ کې د سغیان ولایت د «عمران»سیمه او د «الحدیده»ولایت د «حیس» پر سیمه باندې پر یوه وخت هوایي بریدونه ترسره شوي دي.

تیره شپه سعودي ایتلاف په یو طرفه ډول په یمن کې اوربند اعلان کړ چې دوه اوونۍ به دوام لري او د غځیدو وړ دی.

دا اوربند د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوې سره د مرستې لپاره ترسره شوی دی؛مګر سعودي عربستان په کراتو کراتو په یمن کې اوربند اعلان کړی چې هرځل یې مات کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *