نصرالله:د کرونا پر وړاندې مبارزه یوه بشري مبارزه ده

د لبنان د حزب الله عمومي منشي په نړۍ ځانګړې ډول لبنان کې د کرونا ویروس خپریدو ته په اشارې سره څرګنده کړه چې«د کرونا پر وړاندې مبارزه یوه بشري مبارزه ده.»

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې، سید حسن نصرالله د شعبان د نیمایي په اړه ځانګړې وینا کې د لبنان او سیمې سیاسي حالاتو ته اشاره وکړه.

نوموړي همدغه راز د لبناني ډاکټرانو او روغتیایي کدرونو ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د کرونا سره مبارزه یوه«بشري مبارزه» ده او د دیني او سیاسي کړنو غوره ده.

نصرالله څرګنده کړه چې په لبنان او صهیونیستي رژیم تر کنټرول لاندې سیمو کې د کرونا د مهار کولو پر وړاندې مبارزه،له خدای وروسته د ډاکټرانو او روغتیایي کدرونو هلې ځلې دي.

د نوموړي پر باور جګړه او د کرونا ویروس وبا به د ایډیالوژیو د خپریدو لامل شي او له کرونا وروسته حالات به دا جوتوي چې ځینې به د اخلاقي تیروتنو کې لویدلي وي؛ددې څرګندونو یوه نمونه د فرانسوي چارواکو ده چې ویل یې د کرونا د معایناتو او درملو لپاره به افریقایانو څخه کار واخیستل شي.

نصرالله وویل چې مونږ باید په دې شرایطو کې ستونزې وګالو مسوولیتونه عملي کړو او انسانیت هیر نه کړو او د کرونا په اړه راکړل شویو توصیي عملي کړو.

له بله پلوه،د لبنان د حزب الله عمومي منشي د امام زمان(عاج) د پیدایښت د مبارکۍ ترڅنګ د صهیونیستانو د ویرولو او اندیښنې په اړه د مهدي موعود(ع) راښکاره کیدو ته په اشارې وویل:«اوس مهال په فلسطین کې د غاصبي رژیم اشغال شتون لري چې د سیاسي شتون د ساتنې لپاره انديښنې پیدا کوي او ددې خطر لري چې دغه رژیم به له اتیا کالو ډېر عمر ونه کړي.»

نوموړي وویل چې د پیغمبر اکرم (ع) د روایتونو،احادیثو او سپیڅلو ائیمه و (ع)څخه نقل شوي دي چې امام زمان(عج) به په راښکاره کېدو سره نړۍ د عدل،سولې او مینې څخه ډکه کړې؛حال دا چې له هغه مخکې د ظلم او زور زیاتي ډکه وي.

سیدحسن نصرالله،د امام زمان(عج) پیدایښت د الهي ژمنې د لاسته راوړلو په شان د معکوس شمېر پیل کېدل وبلل او ويې ویل چې په سماوي کتابونو کې د نجات باور ادیان وو او ډیرې یهودي راهبان د هغه راښکاره کېدو ته په تمه دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *