د اروپایي ټولنې لخوا په افغانستان کې د دویم ځل لپاره پر «اوربند ټینګار»

اروپایي ټولنې د کرونا ویروس له کبله راولاړو شویو ستونزو ته په اشارې،یو ځل بیا په افغانستان کې د جګړې له ښکیلو خواوو وغوښتل تر څو د سراسري «اوربند» کولو اقدام وکړي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،په کابل کې د اروپایي ټولنې د تیرې ورځې په اعلامیه کې راغلي دي چې د افغانستان په جګړه کې ښکیل لوري باید د کرونا سره د مبارزې په موخه«بشردوستانه اوربند»وکړي.

د اعلامیې څخه په نقل،اروپایي ټولنې د ملګرو ملتونو د سازمان د عمومي منشي له لوري د جګړې د درولو له غوښتنې وروسته په افغانستان کې ژر تر ژره د یوه جامع او سرتاسري اوربند غوښتنه کړي ده.

د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي دي«د کرونا ویروس خپریدل،د افغانستان ټول خلک،ښځې او نارینه،زوړ او ځوان ګواښي او پر همدې ورځو او راتلونکو اوونیو کې د ددې ویروس د خپریدو امکان شتون لري؛نو په همدې اندازه د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره جدي وقایوي تدابیرو ته اړتیا لیدل کیږي.»

اروپایي ټولنه وایي چې د جګړې دوام،د کرونا د مخنیوي د جدې مبارزي،د روغتیایي مرستو د چمتوالي او د نړیوالو مرستو د ویشلو مخه نیسي.

سرچینې د نړۍ په مختلفو سیمو کې روانو جګړې ته په اشارې د افغانستان په جګړه کې ژر تر ژره د ښکیلو لوریو له لخوا د اوربند غوښتنه کړي ده.

سره له دې چې د افغانستان دولت د کرونا سره د مبارزې لپاره د طالبانو څخه د اوربند غوښتنه کړي؛مګر دې ډلې ویلي دي چې یوازې د دوې تر کنټرول لاندې سیمو کې د کرونا ویروس د خپریدو په صورت کې په هماغه سیمه کې خلکو ته د مرستو رسونې په موخه به جګړه دروي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *