په نړۍ کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر تر ۵۹ زرو تنو ورسید
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2020/04/w900-p16x9-a46dabe5653ab0df5ffd0d472674616a96f0c99c.jpg)
د روغتیا د نړیوال سازمان د اعلان له مخې،په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغۍ ( کوویډ۱۹) د قربانیانو شمېر تر ۵۹ زره کسانو زیات شوی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د روغتیایي برخې د راپور له مخې،اوس مهال امریکا په نړۍ کې پر کرونا ویروس زیات اخته کسان لري.
د روغتیا د نړیوال سازمان د نن ورځې(وري ۱۶)په خپرو شویو شمېرو کې راغلي چې پر کرونا ویروس د اخته کسانو تعداد یو میلیون ۹۸ زره او ۷۶۲ تنو ته رسیدلی دی.
په دې ویروس د اخته کسانو له ډلې ۵۹ زره او ۱۷۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې د مړینې زیاتې پیښې(۱۴ زره او ۶۸۱ کسان) د ایټالیا اړوند دي.
په امریکا کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر د ۲۷۷ زره کسانو تر پولې رسیدلی چې له ۷۴۰۰ څخه زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د تیرې شپې پورې په افغانستان کې هم پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۸۱ تنو ته رسیدلی چې له مینځه یې ۱۰ تنه رغیدلي او ۶ تنو ژوند بایللی دی.