اتمر بیا ځلې له غني سره یوځای شو

جمهوري ریاست په دوه تازه فرمانونو کې محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه وټاکه.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د جمهوري ریاست ارګ د نن ورځې( وري ۱۶) په تازه فرمانونو کې راغلي دي چې محمد حنیف اتمر یې د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه ټاکلی دی.

په همدې تړاو راغلي دي چې جمهور رییس غني د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ فقرې د حکم له مخې اتمر د بهرنیو چارو د سرپرست او نوماند وزیر په توګه ټاکلی دی.

اتمر له دې وړاندې د کلیو پراختیا وزیر،پوهنې وزیر،د کورنیو چارو وزارت او ملې امنیت د مشاور په توګه کار کړی وو.

له هغې وروسته چې د جمهوري ریاست د تیر کال په ټاکنو کې محمد حنیف اتمر له جمهور رییس غني څخه جلا شو،د جمهور رییس غني په ځینو موضوعاتو یې په څرګنده غبرګونونه لرل،ځان یې د ټاکنو د نوماند په توګه ثبت کړ.

د ټاکنیزو منډو ترړو په لمړیو کې ویل کیدل چې نوموړی د نورو نوماندانو د رایو د تقسیمولو په خاطر مبارزه کوي؛ مګر په خپل ټاکنیز ټیم کې د ستونزو له کبله یې له خپلې نوماندۍ لاس واخیست.

اتمر د وروستیو سیاسي بدلونونو په لړ کې هیڅ ډول غبرګون ونه ښود او ډېر وخت تیر شوی نه دی چې یو ځل بیا د جمهور رییس غني سره یو ځای شو او د یوه مهم وزارت مسوولیت ورپه غاړه شو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *