کرونا د میلیوني کېدو په حال کې!

د کرونا ناروغې (کوویډ۱۹) ورځ تر بلې مخ پر پراخیدو ده او پرې اخته کسان یو میلیون ته نږدې شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې، په دې وژونکي ویروس د اخته کسانو تازه شمېر راښیې چې ددې ناروغۍ څخه ۹۳۵ زره او ۹۵۷ تنه کړیږي.

همدارنګه نړیوال روغتیایي سازمان وایي چې تر نن سهار وختي پورې(وري ۱۴) په نړۍ کې،۴۷ زره او ۲۴۵ تنه د کرونا قرباني شوي دي.

د شمېرو له مخې، د امریکا متحده ایالات د ۲۱۵ زره او ۲۱۵ تنو ناروغانو په درلودلو سره په نړۍ کې زیات اخته کسان لري او د ۵ زره او ۱۱۰ تنو مړینه هم تایید شوي ده.

ایټالیا د ۱۱۰ زره او ۵۷۴ ،اسپانیا د ۱۰۴ زره او ۱۱۸ او چین د ۸۱ زره ۵۵۴ پر کرونا ویروس د اخته ناروغانو په درلودلو سره په نړۍ کې په کرونا اخته زیات ناروغان لري.

په ایران کې هم په کرونا ویروس ۴۷ زره او ۵۹۳ کسانو اخته کېدل تایید شوي چې ۳ زره او ۳۶ تنه یې وفات شوي دي.

تر نن سهار وختي پورې په هېواد کې هم پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۳۹ تنو ته ورسید چې له جملې څخه یې ۱۰ تنه روغ شوي او ۵ تنه مړه شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *