په پاکستان کې پر کرونا د اخته کسانو د شمېر زیاتیدل
د پاکستان د روغتیا وزارت د اعلان له مخې،په دغه هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵ کسانو ته لوړ شوی دی.
د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې، د پاکستان د روغتیا وزیر ظفر میرزا ویلي دي چې تر نن ورځې ( کب ۱۳) پورې پر کرونا ویروس د اخته کیدو پینځمه پیښه ثبت شوي ده.
نوموړی وایي تازه پیښه د یوې ۴۵ کلنې ښځې ده چې د اسلام اباد په ښار کې به قرنطین شي.
د پاکستان روغتیایي چارواکو د ټولو ناروغانو روغتیایي حالت مخ پر ښه کیدو یاد کړی او وایي چې ددې کسانو څخه دوه ښځې به ډېر ژر له قرنطین څخه ووځي.
د نړۍ په ۷۰ هېوادونو کې پر کرونا ویروس( کووید ۱۹) باندې د اخته کسانو شمېر تر ۹۰ زره کسانو پورې رسیدلی دی.