په افغانستان کې د تاوتریخوالي د ختمیدو  په اړه د امریکا شک

طالبانو ویلي دي چې د «تاوتریخوالي اوونۍ»پر بشپړیدو سره بیرته خپل بریدونه له سره پیلوي او د افغانستان د امنیتي ځواکونو سره به جګړه کوي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،طالبانو د بهرنیو رسنیو سره په خبرو کې اعلان کړی دی چې د دوې جګړه د امریکایي ځواکونه سره نشته؛ مګر د افغانستان پر ځواکونو به یې بریدونه له سره پیل کیږي.

په ورته وخت کې امریکایي چارواکي هم په افغانستان کې د تاوتریخوالي بندیدو ته د شک په سترګه ګوري.

رویټرز خبرې اژانس ته د امریکا د فوځ د ګډ ستاد رییس مارک میلي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې ددې امکان نشته چې په افغانستان کې تاوتریخوالی صفر شي.

د نوموړي پر وینا، د امریکا او طالبانو تر مینځ د هوکړه لیک لاسلیک ته په پام،ددې تمه باید ونه شي چې دا هوکړه لیک په مطلق ډول د تاوتریخوالي د ختمیدو په معنی دی؛ بلکه د طالبانو له لوري به ځینې بریدونه او تاوتریخوالی نه ترسره کیږي.

په همدې تړاو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلي دي چې اوس د تاوتریخوالي د کمیدو دوره پاې ته رسیدلي او په عادي ډول به ددې ډلې عملیات پیل شي.

د نوموړي پر وینا، د تاوتریخوالي کمښت د امریکا سره د سولې د هوکړه لیک د لاسلیک دمخه شرط وو او طالبانو په دغه موده کې د افغانستان پر امنیتي ځواکونو خپل بریدونه بند کړي وو.

په داسې حال کې د افغانستان پر امنیتي ځواکونو بیا ځلې د طالبانو د بریدونو خبر ورکول کیږي چې ټاکل شوي د مارچ پر لسمه نیټه د افغانستان او طالبانو د پلاوو تر مینځ خبرې اترې پیل شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *