په هلمند کې پر طالبانو د امریکا هوایي برید

د امریکا هوایي ځواکونو د تاوتریخوالي د کمښت د دورې له پاې ته رسیدو وروسته په لمړني برید کې د هلمند  ولایت نهر سراج ولسوالۍ کې د طالبانو ډله په نښه کړي ده.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د امریکا هوایي ځواکونو نن له غرمې وروسته ( کب ۱۴) هغه مهال پر طالبانو برید کړی دی چې دغه ډلې د افغانستان د امنیتي ځواکونو پر پوسته برید وکړ.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند جنرال «ساني لګټ» پر خپل ټويټر لیکلي دي چې د وروستیو ۱۱ ورځو په جریان کې دا لمړی برید وو.

نوموړي په دې اړه نور جزییات ورکړي نه دي؛ مګر وایي ؛ برید هغه مهال شوی چې طالبانو د افغانستان پر امنیتي ځواکونو برید وکړ.

لګټ ټینګار وکړ چې طالبان باید  تاوتریخوالي کموالی عملي کړي؛ ځکه چې امریکا هیڅکله خپل همکاران یوازې نه پریږدې او له هغويو دفاع کوي.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی،دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د تاوتریخوالي د کموالي د دورې د بشپړیدو وروسته اعلان کړی وو چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو پر مواضعو به یې بریدونه هماغه ډول دوام ولري.

ټاکل شوي ده چې تر څو نورو ورځو پورې بین الافغاني مذاکرات هم پیل شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *