“جاشوا” خپل ټول کمربندونه بیرته ترلاسه کړل
د نړۍ د بوکس مشهور ستوري،په خپل مکسیکویي سیال باندې په بریا سره ټول له لاسه وتلي کمربندونه بیرته ترلاسه کړل
د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې ،د “انتوني جاشوا “او “اندي رویز “تر مینځ سیالۍ نن سهار د ( لیندۍ ۱۷) په سعودي عربستان کې ترسره شوه.
د بریتانیا دروند وزن اتل جاشوا په دې سیالۍ کې وتوانیدو چې په یوه سخته او حساب وړ سیالۍ کې خپل سر سخت مکسیکویي سیال ته د دولس پړاوه ماتو خوړلو وروسته ماتې ورکړي.
جاشوا په دې سیالۍ سره و توانید چې د IBO,IBF,WBO د اتلولۍ کمربندونه چې د مخکني پړاو سیالۍ کې یې بایلودي ول،بیرته ترلاسه کړي.
جوشوا شپږ میاشتي مخکې د اندې رویز؛ پر وړاندې سیالۍ کې ناک اوټ شوی او ټول کمربندونه یې له لاسه ورکړي وو.