کابل کې د دوه خونړیو پیښو مخنیوی وشو
د کابل پولیسو د هاون د دوه سر ګلولو په ترلاسه کولو سره په پلازمینه کابل کې د دوه خونړیو او تروریستي پیښو مخنیوی وکړ.
د خاورمیانه خبري اژانس د راپور له مخې، د کابل پولیسو دغه دوه فیره مرمې نن د لیندۍ په ( ۱۷) نیټه سهار د اتلسمې حوزې «کاکړ درې» اړوند په «توپخانې » سیمه کې کشف او ترلاسه کړي دي .
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز خاورمیانه خبري اژانس ته وویل، چې دغه دوه فیره مرمې په کابل ښار د توغیدو له پاره برابرې شوې وې، چې د پولیسو له لورې کشف او له منځه ویوړل شوې .
نوموړي زیاته کړه، چې د هاوان د دغو دوه مرمیو په کشفیدو سره په پلازمینه کابل کې د دوه خونړیو پیښو مخنیوی شوی دی.