د امریکا د «پنساکولا» په نظامي هډه کې مرګونی برید

د امریکا د «پنساکولا» په نظامي مرکز کې د هوا پیژندنې یو عربستاني محصل،پر خپلو ملګرو ډزې کړي چې په پایله کې یې درې تنه وژل شوي او اته تنه نور ټپیان شوي دي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې عربستانی محصل «محمد سعید الشمرانی» له دغه برید وروسته د امریکا د سمندري ځواکونو له لوري ووژل شو.

رویټرز په خپل راپور کې راوړي دي چې دغه پیښه وړمه شپه د فلوریدا ایالت په «پنساکولا» نظامي هډه کې رامنځته شوي ده،او دغه عربستانی محصل په هوایي برخه کې پر زده کړو بوخت و.

د امریکا د سمندري فوځ چارواکو ویلي دي چې په دې مرګوني برید کې درې تنه سمندري ځواکونه وژل شوي او د پولیسو د دوه افسرانو په ګډون اته تنه نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ هم د هاوایي ایالت په یوه مشهور نظامي مرکز «پل هاربر» کې د سمندري ځواک یوه سرتیري ددغه نظامي مرکز دوه کارکوونکي وژلي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *