“جاشوا” خپل ټول کمربندونه بیرته ترلاسه کړل

د نړۍ د بوکس مشهور ستوري،په خپل مکسیکویي سیال باندې په بریا سره ټول له لاسه وتلي کمربندونه بیرته ترلاسه کړل

د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې ،د “انتوني جاشوا “او “اندي رویز “تر مینځ سیالۍ نن سهار د ( لیندۍ ۱۷) په سعودي عربستان کې ترسره شوه.

د بریتانیا دروند وزن اتل جاشوا په دې سیالۍ کې وتوانیدو چې په یوه سخته او حساب وړ سیالۍ کې خپل سر سخت مکسیکویي سیال ته د دولس پړاوه ماتو خوړلو وروسته ماتې ورکړي.

جاشوا په دې سیالۍ سره و توانید چې د  IBO,IBF,WBO د اتلولۍ کمربندونه چې د مخکني پړاو سیالۍ کې یې بایلودي ول،بیرته ترلاسه کړي.

جوشوا شپږ میاشتي مخکې د اندې رویز؛ پر وړاندې سیالۍ کې ناک اوټ شوی او ټول کمربندونه یې له لاسه ورکړي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *