ایرانۍ ښځې به په سټیډیوم کې شتون ولرې

د ایران د ورزش وزارت او فوټبال فدراسیون اعلان کړی دی چې له دې وروسته ښځې کولای شي چې په لوبغالو کې شتون ولري او د فوټبال لوبې ننداره کړي.

د خاور میانه خبرې اژانس د ورزشي برخې د راپور له مخې،د ایران د ورزش او ځوانانو وزارت اعلان کړی دی چې د کامبوج سره د ایران د فوټبال د ملې لوبډلې د بلې لوبې لپاره ۴۶۰۰ ښځې په لوبغالي کې د شتون اجازه لري.

د فوټبال نړیوال فدراسیون ( فیفا) څه وخت وړاندې خبرداری ورکړی و چې په لوبغالي کې ښځو ته د ننوتو اجازې د نه ورکړې په صورت کې به د ایران د فوټبال لوبډله د ۲۰۲۲ نړیوال جام څخه بې برخې کیږي.

دغه خبرداری وروسته له هغې جدې شو چې د «سحر خدایاري» په نوم یوه انجلۍ چې «په دختر ابي» مشهوره وه لوبغالي کې د شتون د ممانعت له وجې خپل ځان ته اور واچوه.

په همدې اساس،د ایران د ورزش او ځوانانو وزارت اعلان کړی دی چې د تلې په اتلسم نیټه د کامبوج پر وړاندې د ایران د ملې لوبډلې راتلونکۍ سیالۍ لیدو لپاره ۴۶۰۰ میرمنو د شتون لپاره پوره تدابیر نیول شوي دي.

د ایران د ورزش وزارت ویلي دي چې دا رسمي اعلان د مکتوب له لارې د فیفا مسوولینو ته لیږل شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *