جلال اباد ښار کې چاودنه
د ننګرهار چارواکي د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار دوهمه ناحیه کې د چاودنې خبر ورکوي.
د خاورمیانه خبري اژانس دخبر له مخې، د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند مبارز اتل وایې، نن د تلې په (۳) نیټه سهار ۵:۴۵ دقیقي د جلال اباد ښار د دوهمي ناحیی اړوند د الکوزي شرکت مخ کې په یو ټیلر موټر کې ماین چاودنه شوې.
نوموړی زیاته کړې چاودنه مرګ ژوبله نلري.
بل خوا د سیمې اوسیدونکي وایې له چاودنې ورورسته اورلګیدنه شوې چې مالي زیان لري.
د پیښې علت معلوم نه دی او نه هم تراوسه چا د دې چاودنې مسولیت منلی.