د ولسمشریزو ټاکنو د «سکوت» د ورې پیل

له شاوخوا دوه میاشتو تیریدو وروسته د ولسمشریزو ټاکنو د ټاکنیزو مبارزو د سکوت دوره پیل شوې ده.

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې، د ټاکنو خپلواک کمیسیون د مهال ویش په اساس نن د تلې په (۴) د ولسمشریزو ټاکنو د ټاکنیزو مبارزو دسکوت دوره پیل کیږي.

په همدې اساس د ولسمشریزو ټاکنو هیڅ نوماند، مرستیالان او پلویان یې نه شي کولی، چې ټاکنو ته په پاتې دوه ورځو کې په ټاکنیزو مبارزو کې برخه واخلي او یا هم خپلې ټاکنیزې مبارزې جاري وساتي.

په د غه بندیز کې رسنیز پروګرامونه، ټولیدنې او ټولنیزې پاڼې شاملې دي، چې سرغړونکي به د کمیسیون له  جدي او قانوني عکس العمل سره مخ شي.

ټاکل شوې ولسمشریزې ټاکنې د شنبې ورځ ( د تلې په شپږمه)  ترسره شي، مخکې له دې  نوماندانو شاوخوا دوه میاشتې په ټاکنیزو مبارزو کې برخه اخیستې.

۱۸ نوماندانو دغو ټاکنو له پاره نوم لیکنه کړې وه، چې له جملې یې دوه نوماندان د یوه نوماند په ګټه تیر شوي او حنیف اتمر هم په ټاکنو کې له ګډون په څنګ شوی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *