ډنمارک ته د ټرمپ سفر لغوه شو
د امریکا جمهور رئیس په دغه هېواد باندې د ګرینلنډ سیمې د خرڅلاو څخه انکار کولو له امله ،کوپنهاګن ته خپل سفر لغوه کړ.
د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې، د راپور له مخې،ډونالډ ټرمپ پر خپل ټویټر لیکلي چې ډنمارک ته یې سفر ددغه هېواد د لمړي وزیر د څرګندونو وروسته لغوه کړی دی.
ټرمپ ویلي دي چې «د ډنمارک خلک مستثنی دي؛ مګر د لمړي وزیر،مته فردریکسون څرګندونو ته په پام سره چې ویلي یې دي د ګرینلینډ د خرڅلاو په اړه مذاکراتو سره علاقه نه لري،زه مې خپله لیدنه چې د دوه اوونیو راهیسې پلان شوي ده بل فرصت ته ځنډوم».
د امریکا جمهور رئیس زیاته کړه چې د ډنمارک د لمړي وزیر د لهجې صراحت ددې لامل شو چې هم امریکا او هم دغه هېواد خپلې زیاتې پیسې سپما کړي.
تیره اوونۍ وال سټریټ ژورنال نشریي دې ته په اشارې وویل چې د ښاغلي ټرمپ د سوداګرو لویه برخه فعالیتونه د ودانیو د برخې په معاملاتو کې شامل و،چې نوموړي له دولت څخه غوښتلي دي تر څو له ډنمارک څخه د ګرینلينډ جزیرې د اخیستنې په اړه څیړنې وکړي.
مګر د ډنمارک لمړي وزیر دغه غوښتنه رد کړي ده.