د پاکستان له لوري پر کونړ بیا ځلې راکټي بریدونه

د کونړ ولایت سیمه ایز چارواکي وایي چې پاکستاني نظامیانو تازه د دې ولایت په سرحدي سیمو د ۲۰۰ په شاوخوا کې راکټونه ویشتلي دي.

د کونړ د والي ویاند،عبدالغني مصمم خاور میانه خبرې اژانس ته وویل چې دغه بریدونه د وروستیو ورځو په جریان کې د شلټن ولسوالۍ په سرحدي سیمو ترسره شوي دي.

د نوموړي پر وینا،ددې راکټي بریدونو په پایله کې،د هستوګنې څلور کورونه زیانمن شوي دي.

مصمم ددې بریدونو له امله د اوښتو تلفاتو کره مالومات وړاندې نه کړل.

په ورته وخت کې سیمه ایزې سرچینې وایي چې دغه راکټونه د پاکستان د «باجوړ» له سیمې راغورځول شوي دي.

لا تر اوسه پاکستان ددغه راکټونو غورځولو په اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

د وروستیو کلونو په جریان کې د کونړ ولایت سرحدي سیمې د پاکستان د ګڼو راکټي بریدونو شاهدې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *