د یمن پلازمینه د عربي ایتلاف له لوري بمبار شوه

د عربستان په مشرۍ د عربي ایتلاف جنګي الوتکو د یمن پر پلازمینه صنعاء ښار سخته بمبارې کړي ده.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،دغه بمبارۍ نن سهار ( زمري ۲۹) د صنعا ښار پر مختلفو سیمو ترسره شوی او په قصدي ډول پکې د ملکي وګړو مرکزونه په نښه شوي دي.

سعودي رسنیو دعوه کړي ده چې پر صنعا کې یې نظامي موخې په نښه کړي دي.

لا تر اوسه ددې قصدې بریدونو د تلفاتو شمېر اعلان شوی نه دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې،د یمن جګړه چې نوم یې د «هیرې شوې» جګړې په توګه اخیستل کیږي،تر اوسه پورې پکې د ۵ زره ماشومانو په ګډون ۱۰ زره کسان وژل شوي دي.

د بشري چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان د همغږۍ دفتر د راپور له مخې،تر اوسه پورې د ۳ میلیونو په شاوخوا کې یمنیان له خپلو کورونو کډوال شوي او د هېواد په داخل کې نورو سیمو ته یې پناه وړي ده او د ۲۸۰ زره په شاوخوا کې نورو کسانو د بهرنیو هېوادونو له ډلې جیبوتي او سومالیا ته پناه وړي ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *