د شمالي کوریا د توغندیو دویمه تازه ازموینه

پیونګ یانګ د وروستۍ یوې اوونۍ په جریان کې،د دویم ځل لپاره هم بالستیک توغندی وازمایه.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،نن سهار ( زمري ۹) د شمالي کوریا د ختیځ څخه دوه بالستیک توغندي فیر شوي او د ۲۵۰ کیلومتره واټن په تیریدو سره د جاپان په اوبو کې لګیدلي دي.

د جنوبي کوریا یونهاپ خبرې اژانس ددغه هېواد د نظامي چارواکو څخه په نقل راپور ورکړی دی چې دغه توغندي د «هودو» شبه جزیرې څخه فیر شوي دي.

جنوبي کوریا تایید کړي ده چې دغه توغندي د مخکنیو توغندیو څخه متفاوت دي.

شمالي کوریا لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

پیونګ یانګ اوونۍ وړاندې دوه نږدې واټن ویشتونکي توغندي هم ازمویلي و.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا جمهور رئیس «کیم جونګ اون» د جون په ۳۰مه د دواړو کوریاګانو په یوه غیر نظامي سیمه کې په یوه نا اعلان شوي لیدنه کې په دې توافق وکړ چې خبرې اترې به له سر څخه پیل کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *