د ایران پر پیاوړتیا د ټرمپ تازه اعتراف

د امریکا جمهور رئیس په تازه څرګندونو کې په مذاکراتو کې د ایران پر پیاوړتیا اعتراف کړی او ویلي یې دي چې «دې هېواد په هیڅ مذاکره کې ماتي نه ده خوړلي».

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې، ډونالډ ټرمپ وړمه شپه پر خپل ټویټر د ایران په دې پیاوړتیا اعتراف کړی دی.

نوموړې په خپل تازه ترین ټویټ کې ویلي دي چې «ایران هیڅکله په هیڅ یوه جګړه کې هم بریالی شوی نه دی؛ مګر هیڅکله یې هم په هیڅ یو مذاکراتو کې ماتي نه ده خوړلې.»

ټرمپ په داسې حال کې دغه څرګندونې کړي دي چې نوموړی د ایران سره د خبرو اترو ترسره کولو باندې د ټینګار په څنګ کې؛ نسبتاً دې کړنې ته خوشاله نه و ،او وایي زما لياره سخته ده چې وغواړم چې د ایران سره یا مذاکرات وکړم یا توافق.

په همدغه حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئیو څو ورځې وړاندې د ایران سره د مخکې څخه د شرطونو لګولو د شرط پرته د مذاکراتو د چمتوالی په اړه خبرې کړي وي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *