په هرات کې یو ۳۰۳ موټر د ماین خوراک شو

د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د سړک د غاړې د یوه ماین د چاودنې په پایله کې د یو ۳۰۳ موټر ټولو سپرلیو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

د هرات د ولایتي شور غړې مهدي حدید خاور میانه خبرې اژانس ته وویل چې دا پیښه نن سهار ( زمري ۹) د شینډډ ولسوالۍ د «شوز اب خرما» په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوي کله چې یو مسافر وړونکی موټر د سړک د غاړې په ماین وربرابر شو.

د نوموړي پر وینا،په دې پیښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ددې بس ۳۴ سپرلیو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

حدید څرګنده کړه چې ددې پیښې ټپیان د هرات روغتون ته لیږدول شوي دي.

د هرات د ولایتي شورا دې غړې وویل چې مالومه نه ده د سړک د غاړې د ماین ايښودلو او ملکي تلفاتو څخه د طالبان موخه څه ده.

عیني شاهدانو هم ویلي دي چې دغه بس د هرات ـ فراه په لاره د حرکت په حال کې و چې د سړک د غاړې په ماین وربرابر شوی دی.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

په وروستیو دوه اوونیو کې د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د ملکي وګړو په نقلیه واسطه د سړک د غاړې د ماین چاودنې دا دویمه پیښه ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *