پر امریکا د برید لپاره د روسیې پټه ویرونکي وسله

امریکایي کارپوهان ګمان لري چې روسیه د اتومي وسلو ترڅنګ نورې مخفي ویرونکې وسلې هم لري چې پرې کولای شي امریکا ته زیاته ضربه ورکړي.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،دا کار پوهان وایي چې روسیه د خپلې اتومي اسلحې څخه ډېره ویرونکي وسله لري چې امریکا باید د هغې د خطر اندازه درک کړي.

د امریکا د نظامي چارو کارپوه «بایرون کینګ» د «ډیلي ریکونینګ» لپاره په خپله مقاله کې لیکلي دي چې په واشنګټن کې سیاست مداران او نظامیان د روسیې د اتومي وسلو څخه زیات ددې وسلو د توانایي په اړه اندیښمن دي.

نوموړي دې ته اشاره کړي چې روسیه د خپلې هستوي صنایعو له بشپړیدو څخه په هیڅ وجه انکار نه کوي او هرڅوک چې غواړي له هیڅ محدویت پرته کولای شي د انټرنیټ یا روسي رسنیو له لارې دغه پرمختګونه وګوري.

مګر نوموړې له نورو وسلو پرده پورته کړي او وایي چې «زما په نظر د روسانو په نزد پیاوړي وسله اتومي وسله نه ده بلکه (سره زر) د روسانو د چټک ترینې ژیو سیاسي وسلې په توګه په چټکۍ سره د پرمختګ په حال کې ده.»

د دفاعي مساییلو ددې څیړونکي په باور،د طلا څخه علاوه،د روسیې ملې پیسې(روبل) د امریکا لپاره د روسیې لویه او خطرناکه اقتصادي وسله ده.

کینګ څرګنده کړه چې روسیه کولای شي په خپلو ملې پیسو سره ډالر رانسکور کړي.

په داسې حال کې چې له کلونو راهیسي د امریکا او روسیې ترمینځ کړکیچونه موجود دي او په هېوادونو کې د نظامي قدرت نمایش د دوه هېوادونو تر مینځ د سیاسي مانوریو له ډلې څخه دی؛مګر اوس د دواړو لوریو لپاره د پیسو او سرو زرو غوره والی مطرح کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *