د «قطر ناسته» یوازې یو کنفرانس و او پریکړې یې عملې جنبه نه لري

د طالبانو ځانګړی استازی د قطر په بین الافغاني ناسته کې په څرګنده وایي چې دغه ناسته یوازی یو کنفرانس دی او هر څوک کولای شي خپل نظرونه او اندیښنې مطرح کړي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د قطر په پلازمینه دوحه ښار کې بین الافغاني مذاکرات دوه ورځې وړاندې د یوه اته ماده ایز پریکړه لیک په خپرولو سره پای ته ورسیدل.

که څه هم ددې پریکړه لیک په یوه برخه کې ویل شوي دي چې د ملکي وګړو تلفات به د صفر کچې ته کموالی ومومي او یا به په عمومي ځایونو بریدونه کم شي،دې کړنې د خلکو تر مینځ نسبتاً هیله مندي پیدا کړه؛ مګر اوس مهال د طالبانو د غړیو مهم ګډونوال وایي چې د قطر ناسته یوازې یو «کنفرانس» و او هر چا کولای شول چې یوازې خپل نظرونه مطرح کړي.

عباس ستانکزی وایي «دا یو کنفرانس وو او په دې کنفرانس کې هر چا خپل نظرونه او اندیښنې وړاندې کړي،پریکړه نه ده چې عملي شي.»

د نوموړي پر وینا،هغه وخت به دا څرګندونې او پریکړي عملې کیږي چې د افغانانو ترمینځ رسمي مذاکرات ترسره شي او د حکومت د جوړښت،ښځو د حقوقو،زده کړو او تعلیم او تربیې په اړه خبرې وشي او د هغې لپاره نهایي پریکړه وشي.

ستانکزي وویل:«خپل شخصي نظرونه یې وړاندې کړل،باید هڅه وکړم چې نهایي شي؛ مګر دا نهایي نه دي او زیاتو لیدنو ته اړتیا لري چې تفاهم وشي،ملاقات وشي.»

د طالب ګډونوالو د هیئت رئیس د بیان او رسنیو د ازادۍ په اړه هم خپل ملاحضات ورکړي او څرګنده کړي یې ده چې په قطر کې د بیان د ازادۍ په اړه  زیاتي خبرې شوي او ټولو تصمیم نیولی چې د رسنیو فعالیت ته اجازه ورکړل شي؛ مګر ځینې مسوولیتونه رسنیو ته هم وراوړي د مثال په ډول باید پرته له توازن څخه خبرونه خپاره نه کړي او دوه اړخیز مساییل په پام کې ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې په نسبي ډول د قطر کنفرانس ته هیله مندي شتون لري؛ مګر اوس دغه خوش بیني د پوښتنې لاندې راغلي او مالومه نه ده چې د کوم وخته پورې به پریکړې او ویناوې عملې بڼه ونیسي،یا په بل عبارت،جدې تر مذاکرات به ترسره شي چې عباس ستانکزي یې اعلان کړي؟

ایا تر هماغه وخته باید بیا هم د ملکي وګړو د وینې تویدنې او نا امنۍ شاهد یاستو؟ایا بیا به هم  ولایتونه او د هېواد مختلفې سیمې  د جګړې میدان وي؟

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *