د المان صدراعظمه د دریم ځل لپاره ولړزیده

د المان صدراعظمه د فنلینډ د لمړي وزیر سره په لیدنه کې له تیرې یوې میاشتې راهیسې د دریم ځل لپاره ولړزیده؛که څه هم د میرمن «میرکل» دفتر د نوموړي د روغتیا په اړه اندیښنې رد کړي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې «انګیلا میرکل»تیره ورځ ماښام د فنلینډ د لمړي وزیر میلمنه وه،چې د تشریفاتو په جریان کې یې ټول بدن لړزې ونیوه.

له خپاره شویو انځورونو ښکاري چې میرمن میرکل په داسې حال کې چې خپل لاسونه یې موټي کړي دي،نه شي کولای چې د بدن د لړزې مخه ونیسي او په همدې حال کې یې د فنلینډ لمړی وزیر هرکلی کوي.

د وروستۍ یوې میاشتې په جریان کې دا دریم وار دی چې د المان صدراعظمه په رسمي لیدنو کې لړزیږي.

د المان د دولت ویاند په دې اړه ویلي دي چې ددې هېواد ۶۴ کلنه صدراعظمه؛ خپلې رسمي لیدنې د مخکنۍ برنامې له مخې پر مخ وړي.

د میرمن میرکل دفتر هم د نوموړې د روغتیا په تړاو انديښنې رد کړي دي.

د میرمن میرکل لمړی ځل لړزیدل یوه میاشت مخکې د اوکراین د جمهور رئیس سره په لیدنه کې ثبت شول او لا تر اوسه په دې اړه د روغتیایي څیړنو پایله اعلان شوي نه ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *