د عربستان پر «جیزان» هوايي ډګر د یمن توغندیز برید

د یمن بې پیلوټه الوتکې یو ځل بیا د عربستان په سویل کې د «جیزان» هوایي ډګر په نښه کړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند ویلي دي چې دا توغندیز برید نن سهار (چنګاښ ۹) ترسره شوی دی.

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع وایي چې دغه برید د «قاصف کا ۲» نوعه بې پیلوټه الوتکې په واسطه ترسره شوی؛ چې  موخه یې د جنګي الوتکو مرکز او نور نظامو اهدافو په نښه کول ول.

د نوموړي پر وینا،له دې برید وروسته،د جیزان هوایي ډګر ټول پروازونه درول شوي دي.

دا څوم وار دی چې د عربستان په جنوب کې د «ابها» او «جیزان» هوایي ډګرونه د یمني ځواکونو له لوري په نښه کیږي.

د یادونې وړ ده چې تیره ورځ د سعودي په رهبرۍ د عربي ایتلاف ځواکونو د یمن په «الحدیده» ښار کې د ملګرو ملتونو سازمان پر دفتر توغندیز برید ترسره کړی وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *