د بلخ په شولګره کې د طالبانو درانده تلفات

د بلخ ولایت په شولګره ولسوالۍ کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو په هوایي برید کې د وسله والو طالبانو د څو قومندانانو په ګډون د هغوې ۴۵ تنه وژل شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دا هوایي برید نن سهار ( چنګاښ ۹) د شولګرې ولسوالۍ د «بودنه» په سیمه کې د وسله والو طالبانو پر یوه غونډه ترسره شوی دی.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې برید کې د وسله والو طالبانو د ۹ تنو پیاوړو قومندانانو په ګډون ۴۵ تنه وسله وال وژل شوي دي.

د خبرپاڼې په نقل د وژل شویو کسانو په مینځ کې د وسله والو طالبانو دغه لوړ پوړي کسان شامل دي:

۱- عبد الغني مشهور په ترابي د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال

۲- مولوي حنان د شولګرې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال چې څو ورځې وړاندې ټپي شوی وو دنن شپې په برید کې ووژل شو.

۳- ګل نبي مشهور په مبارز،د چمتال ولسوالۍ نام نهاده ولسوال.

۴- داملا نسیم د شولګرې د ولسوال مرستیال

۵- رسول جان سعادت د چمتال ولسوالۍ لپاره د طالبانو د استخباراتو مسوول.

۶- مولوي جاوید د چمتال ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي مسوول

۷- مولوي نجیب الله د شولګرې ولسوالۍ لپاره د طالبانو مهم سرګروپ.

۸ – مولوي نذیر د شولګرې ولسوالۍ لپاره د طالبانو پیاوړی قومندان

او عبدالحی مشهور په منصور د چمتال ولسوالۍ لپاره د طالبانو سرګروپ.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي چې یو شمېر نور طالبان هم په دغه برید کې ټپیان شوي دي مګر کره شمېر تثبیت شوی نه دی.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *