جمهور رئیس پاکستان ته ولاړ
پاکستان ته د افغانستان د سیاسي مشرانو له سفر نږدې یوه اوونۍ وروسته د هېواد جمهور رئیس د یو لوړ رتبه پلاوي په راس کې اسلام اباد ته ولاړ.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،محمد اشرف غني نن سهار( سرطان ۶) د پاکستان د صدراعظم په رسمي بلنه اسلام اباد ته تللی دی.
د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دي«دا سفر چې ددغه هېواد د صدراعظم په رسمي بلنه ترسره شوی ،پکې به د هېواد جمهور رئیس د پاکستانیو چارواکو سره د سیمه ایز اتصال،سوداګرۍ او ټرانزیټ،امنیت او سولې په اړه هر اړخیز بحثونه ترسره کړي.»
جمهور رئیس په داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي چې څو ورځې وړاندې هم د دغه هېود د بهرنیو چارو د وزارت په بلنه د افغانستان یو شمېر سیاسي مشرانو دغه هېواد ته سفر کړی وو.
ددغه مشرانو د سفر موخه د سولې خبرې اترې او د دواړو هېوادونو پر موضوعاتو بحثونه ترسره کول ول.