د امریکا په ختیځ کې پراخه اورلګیدنه
د فیلادلفیا د نفتو د پروسس په فابریکه کې اورلګیدلی چې د امریکا په ختیځ کې د نفتو د پروسس لوې مرکز شمېرل کیږي.
د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،چې د العالم څخه یې رانقل کړی دی ،دغه پراخه اورلګیدنه تیره شپه د فیلادلفیا د نفتو د پروسس په فاربریکه کې رامنځته شوي او اور د چاودنې په ډول وو.
د فیلادلفیا د اطفایي مرکز اعلان وکړ چې د چاودنې په پایله کې ددې ایالت د نفتو د تصفیې مرکز زیاتي برخې لړزیدلي دي.
د فیلادلفیا د نفتو د پروسس مرکز د ۱۵۰ کاله سابقې په درلودلو سره د امریکا په ختیځ کې د نفتو د پروسس له له لویو فابریکو څخه شمېرل کیږي او هره ورځ ۳۳۵ زره بوشکې نفت تصفیه او تولیدوي.
د رواني میاشتې په اوږدو کې په دې فابریکه کې دا د اورلګیدنې دویمه پیښه ده،د«جون ۱۰» هم د نفتو د پروسس په دې فابریکه کې یوه بله اورلګیدنه رامنځته شوي وه.