په اسلام اباد کې د سیاسي مشرانو حضور

د پاکستان د دولت په بلنه د هېواد یو شمېر سیاسي مشران د اسلام اباد په ناسته کې ګډون کوي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،ځینې پاکستاني رسنیو اعلان کړی چې د افغانستان سیاسي مشران به نن ورځ ( سرطان لمړۍ نیټه)په اسلام اباد کې شتون ولري.

دې رسنیو ویلي دي چې د هېواد پخوانی جمهور ريیس؛ حامد کرزی،د بهرنیو چارو وزیر؛ صلاح الدین رباني،د سولې د عالي شورا رییس؛ محمد کریم خلیلي،ګلبدین حکمتیار،محمد حنیف اتمر،یونس قانوني،محمد محقق،عطامحمد نور،محمد اسمعیل خان،سیدحامد ګیلاني،لطیف پدرام او د هېواد یو شمېر نور سیاسي مشران دې ناستې ته وربلل شوي دي.

په داسې حال کې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم دغه موضوع تایید کړي؛  مګر د حامد کرزي دفتر ویلي دي چې نوموړی د پاکستان په کوربه توب ترسره کیدونکې ناستي ته وربلل شوی دی؛ولې په دې دلیل چې ددې ناستې د ترسراوې په اړه ورسره لازمې مشورې نه دي ترسره شوي ،نه شي کولای چې پکې ګډون وکړي.

همدارنګه طالبانو هم په دې ناسته کې خپل پلاوي ته ورکړل شوی دعوت او ګډون رد کړي دي.

د پاکستاني رسنیو په راپور کې راغلي دي چې طالبان هم دې ناستې ته دعوت شوي دي.

ویل کیږي چې ګلبدین حکمتیار،عطامحمد نور،محمد محقق،لطیف پدرام او سید حامد ګیلاني تیره ورځ اسلام اباد ته تللي دي او تمه ده چې یو شمېر نور دعوت شوي مشران به هم نن ورځ دغه هېواد ته سفر وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *