کونړ کې د ۲ ازبک جنګیالیو په ګډون ۷ داعش جنګالي وژل شوي
د کونړ چارواکي وایې؛ د دې ولایت نورګل ولسوالۍ کې د ۲ بهرنیو جنګیالیو په ګډون ۵ تنه داعش وسلوال وژل شوي.
د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمیم خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: تیره شپه د ملي امنیت ۰۲ قطعې ځانګړو ځواکونو د نورګل ولسوالۍ په مزار درې کې تصفیوي عملیات ترسره کړي، چی په پایله کې یې د داعش ډلې د ۲ ازبک جنګیالیو په ګډون ۵ تنه وسلوال وژلي شوي.
نوموړی زیاتوي ځانګړو ځواکونو ۱۴ نفره د داعش سره د اړیکو په تور د ځان سره ژوندي وړي دي.
د نوموړي په خبره، په یادو عملیاتو کې ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د دوښمن یو مرکز، یو د مهماتو ستره ډیپو سره د یو شمیر سپکو او درنو وسلو، ۲ موټر سایکلو او یو عراده موټر چې د تخریبي کړنو لپاره ترې استفاده کیده په بشپړ توګه لمنځه وړي.
د عملیاتو په ترڅ کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو ته ۵ میله کلاشنکوفونه، یوه توپنګچه، یو دوربین، ۲۰ شاجورونه او په زیات شمیر مرمۍ هم په لاس ورغلي دي.
په دې اړه تراوسه د داعش وسله والۍ ډلۍ څه نه دې ویلي.