په عراق کې د امریکا د نظامي مشاورینو پر مرکز توغندیز برید
عراقي سرچینو د «موصل» ښار په ختیځ کې د امریکا د نظامي مشاورینو مرکز ته نږدې د څو «کاتیوشا» توغنديو د لګیدو خبر ورکړی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،دغه توغنديو تیره شپه د موصل د جمهوري ریاست ماڼۍ د غونډو ځای په نښه کړی دی.
د عراق «الحدث» خبرې شبکه وایي په دې توغندیو باندې د امریکایي مشاورینو مرکز په نښه شوی او لا تر اوسه یې د تلفاتو په اړه راپور په لاس کې نشته.
په موصل کې د نینوا د عملیاتو قومندانې هم ددې پیښې په تایید سره وایي چې دا توغندي د موصل د لویدیځ لوري څخه توغول شوي او د یو امنیتي مرکز څخه په لرې واټن کې لګیدلي چې تلفات او زیان نه لري.
څه وخت وړاندې د بغداد ښار په «الخضرا»سیمه کې د امریکا سفارت ته نږدې هم یو توغندی لګیدلی وو.