د بدنې روزنې رئیس لوې څارنوالي ته احضار شو
لویې څارنوالې د بدني روزنې او المپیک د ملې کمیټې عمومي رئیس له خپلې دندې څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په سبب دغه ادارې ته احضار شوی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،حفیظ الله ولي رحیمي د یوه مکتوب پر اساس چې د رسنیو لاس ته رسیدلی لوي څارنوالی ته احضار شوی دی.
په دغه مکتوب کې چې د روان کال د غبرګولي په ۲۰ نیټه صادر شوی دی راغلي دي«د وظیفوي صلاحیت څخه د ناوړه ګټې اخیستنې قضیه چې د څارنوالۍ د ادارې فساد د جرمونو سره مبارزې ریاست په ۱۳۹۸/۲/۲۴ نیټه باندې د (۸۲۳) شمېره صادرې په وسیله د اړیکو په موخه دې ادارې سره د تحقیق او څیړنې لپاره وصل شوی او اوس مهال ددې ریاست تر څیړنې لاندې دی.»
د مکتوب پر اساس د یادې قضیې په تړاو،د بدني روزنې او المپیک د ملې کميټې رییس ،حفیظ الله ولي رحیمي د ځواب ورکوونې لپاره احضار شوي دي.
لوې څارنوالۍ د بدني روزنې د بشري سرچینو له ریاست غوښتي دي چې په دنده کې د ښاغلي رحیمي د برحاله پاتي کېدو په صورت کې نوموړی د جزایي اجرااتو د قانون د ۲ فقرې او ۹۶ مادې پر اساس څارنوالۍ ته معرفي کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه د بدني روزنې او المپیک ملې کمیټې ریاست خپل دریځ روښانه کړی نه دی.
ښاغلی رحیمي اوس مهال د جمهور رئیس سره یوځای د لندن د سفر ګډونوال دی.