لغمان کې د دوه وسله والو طالبانو وژل کیدل

د لغمان چارواکي وایې د دې ولایت د الیشنګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو دوه سرګروپان وژلي او یوه یې ټپي کړی.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: تېره شپه شاوخوا لس بجې وسله والو طالبانو غوښتل د الیشنګ ولسوالۍ د ګنجوړ په امنیتي پوستې برید ترسره کړي، چې موخې ته له رسیدو وړاندې د سیمه ییزو پولیسو په کمین کې د وسله والو طالبانو دوه مهم سرګروپان وژل شوي او یو یې سخت ټپي شوی دی.

نوموړی زیاتوي په دغه نښته کې افغان ځواکونو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *