د عربستان په خاوره د یمن ناڅاپي برید

د یمن هوایي ځواکونو په یوه ناڅاپي برید کې په بې پیلوټه الوتکه باندې  د عربستان د «جیزان» هوایي ډګر نظامي مرکز په نښه کړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،المسیره شبکې راوړي دي چې دا برید نن سهار د (غبرګولي ۱۹مه) د جیزان په هوایي ډګر کې د عربي ایتلاف پر نظامي مرکز ترسره شوی دی.

د یمن نظامي سرچینې ویلي دي چې دغه برید له هغې وروسته ترسره شو چې دا هوایي ډګر د عربي ایتلاف له لوري پر یمن باندې د یرغل لپاره په نظامي هډه بدل شوی دی.

المسیره همدغه راز د جبل النار د ختیځ د جیزان په اطرافو کې د عربي ایتلاف په مورچو باندې  د یمن د فوځ او ولسي کمیټو له لوري د ناڅاپي برید خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په دغه برید کې پینځه تنه سعودي نظامیان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د عربي ایتلاف جنګي الوتکو یو ځل بیا د یمن سره ګډې پولې ته نږدې د «صعده» ولایت مختلفې سیمې بمبار کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *