چارمغز د هغو سړیانو لپاره درمل چې د اولاد راوړلو توان نه لري

د امریکایي پوهانو د تازه څیړنو پر اساس؛د چارمغزو دوامداره خوړل کولای شي د هغه سړیو لپاره هیله پیدا کړي چې شنډوالي تري د پلار کېدو خوبونه اخیستي وي.

د خاور میانه خبرې اژانس د علمې برخې د راپور  او ډیلې میل ورځ پاڼې څخه په نقل ،دا پوهان په خپلې تازه علمي څیړنه کې دې پایلې ته رسیدلي دي چې د چارمغزو منظم استعمال سره کیدای شي چې د سپرم د کیفیت د زیاتیدو له لارې په سړو کې د د شنډیدو د له مینځه تلو چانس زیات شي.

له هغه ځایه چې په سړو کې د غوړو اکسیده کېدل د سپرم د له مینځه تللو یوه لار ده،په دې څیړنه کې جوته شوي چې چارمغز ددغه فرایند مخه نیسي او چارمغز د وچو میوو له ډولونو یوازینۍ میوه ده چې  د لویه برخه «امینه اسیدونو» څخه جوړه شوي ده.

څیړونکي وایي چې یوه دانه چارمغز چې شاوخوا ۲۹ ګرامه وزن لري د ۱۸ ګرامه غوړو قابل دي چې له هغې څخه ۱۳ ګرامه یې غیر اشباع شوي اسیدونه جوړوي.

امریکایي پوهانو  یو شمېر نران موږکان مطالعه کړل چې د شنډوالۍ ستونزې یې ګاللې او دغه موږکانو ته یې غذایي رژیم برابر کړ چې ۲۰ سلنه کالوري یې له چارمغزو څخه جوړه شوي وه،دغه اندازه په انسانانو کې هره ورځ د ۷۱ ګرامه چارمغزو د کارونې سره برابر دی.

د ۹ څخه تر ۱۱ اوونیو له تیریدو وروسته ،پوهانو ومونده چې هغه موږکان چې غذایي رژیم یې له چارمغزو څخه تغذیه شوی وو د نور موږکانو په پرتله د جوړښت او    او توان له نظره بهبود خوا ته حرکت موندلی وو.

د سړو د شنډیدو(عقیم) زیات دلایل ذکر شوي دي،دسپرونو کم تعداد او همدارنګه د هغې کمزوري او بې کیفیتي ددغه دلایلو څخه دي چې په ځینې حالاتو کې د شنډوالی په درملو او جراحي عملیاتو سره معاینه کیږي.

د ملې امنیت ریاست د ځانګړې قطعې ځواکونو په یو لړ هدفي عملیاتو کې د کابل ښار په مربوطاتو کې د داعش ترهګرې ډلې شپږ کسیزه ډله ونیوله چې په مختلفو ترهګریزو فعالیتونو بوخته وه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *