ننګرهار کې د داعش ډلې د دوه غړو وژل کیدل
چارواکي وایې د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ کې دوه داعش او د دوې درې سره قچرې لمنځه یوړل شوې دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ د وزیرو په تنګي سیمه کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې تېره شپه د داعش په مرکزونو بریدونه کړي،چې په ترڅ کې د داعش دوه غړي وژل شوي او درې سره قچر یې هم لمنځه وړل شوي دي.
خوږیاڼی زیاتوي په ترسره شوو بریدونو کې بل چاته کوم زیان ندی اوښتی .
د داعش وسله والې ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.