«ذاکر نایک» د پیسو په وینځلو تورن شو
یو هندي مسلمان ویناوال او پیاوړی عالم ددغه هېواد د قضایي چارواکو له لوري د پیسو پر وینځلو تورن شوی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،«ذاکر نایک» چې د مختلفو هېوادونو په ځانګړې ډول د هند د ځوانانو تر مینځ د زیات شهرت څخه برخمن دی ،په غیر قانوني ډول د ۲۸ میلیونه ډالرو په ترلاسه کولو تورن شوی دی.
د بي بي سي په راپور کې راغلي دي ، ښاغلی «نایک»چې د هند څخه بیرون ژوند تیروي په نفرت اچونې او د ترهګرې په ترویج هم تورن شوی دی.
په همدې اساس،نوموړي په هند کې د خپلو فعالیتونو او د خپلو ویناوو لپاره د ځایونو په اخیستلو کې د نامالومو او مشکوکو مالي سرچینو څخه کار اخیستی دی.
په هند کې د مالي جرایمو سره د مبارزې ادارې ویلي دي چې د نایک جذباتي ویناوو په هند کې یو شمېر مسلمانان ځوانان د قانون خلاف کړنو او ترهګرۍ ته سوق کړي دي.
ښاغلی نایک چې ۵۳ کاله عمر لري د «سولې» په نوم په یوې میاشتینۍ شبکه کې چې د نوموړي اړوند ده د افراطي ډوله اسلام په تبلیغ بوخت دی.
دغه ټلویزوني شبکه چې په دوبۍ کې موقعیت لري په هند کې د فعالیت اجازه نه لري؛ د سولې ټلویزوني شبکه په ټوله نړۍ کې د ۲۰۰ میلیونو په شاوخوا کې لیدونکي لري.